پاکستان کښې د سرو زرو بیعه لوړه شوې ده
باغي ټي وي رپورټ
په هېواد کې د يوې تولې سرو زرو بيعه ١٣٠٠ روپۍ لوړه شوې ده.
د يو توله سرو زرو بيعه د ١٣٠٠ روپو له زياتوالي وروسته يو لک ٥٩ زره ٦٠٠ روپو ته رسېدلې ده.
په نړۍ کې د سرو زرو بيعه د پنځو ډالرو په لوړوالي سره يو اونس ١٧٦٧ ډالره ده.
د يادونې وړ ده، چې يوه ورځ وړاندې د يو توله سرو زرو په بيعه کې د ۱۰ زره ۵۰۰ روپیو ريکارډ لوړوالى راغلى وو او تیره ورځ د سرو زرو په بيعه کې ۴۲۰۰ روپۍ کموالۍ راغلې وو.
دا خبره هم مهمه او د یادونې ده چې پرون په تېرو ۱۵ ورځو کې د لومړي ځل لپاره په انټربینک بازار کې د ډالر بیه راټیټه شوې وه.
د جمعې په ورځ د انټربینک سوداګرۍ په جریان کې ډالر 57 پیسو راټیټ شو او په 239.37 روپۍ پای ته ورسید.
په تېرو ۱۵ ورځو کې د لومړي ځل لپاره په انټربینک بازار کې د ډالر ارزښت راټیټ شوی دی.
دا مهال د ډالر بیه دوه نیمې روپۍ او اوس ۲۴۵ روپۍ ده.