پاکستان مسلم لیګ ن سبا مهمه غونډه رابللې ده

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپيکر د انتخاب په مسله د مسلم ليګ (ن) ګوند د پارليماني ګوند غونډه سبا رابللې ده.

دسرچينو ترمخه دمسلم ليګ(ن) دپارليماني پارټۍ په غونډه کې به اتحادي اؤ ازاد غړي هم برخه اخلي، ددغه غونډې مشري به حمزه شهباز شريف کوي.
سرچينې زياته کړې ده چې اپوزيشن اتحاد خپلو ټولو غړو ته په غونډه کې د ګډون لارښوونه کړې، په غونډه کې به د ډپټي سپيکر د انتخاب په اړه پرېکړه کېږي، له غونډې وروسته به مسلم ليګ (ن) او اتحاد پنجاب اسمبلۍ ته ځي. یوځای

ياده دې وي چې مسلم ليګ (ن) د پنجاب اسمبلۍ مرستيال سپيکر لپاره د پيپلز ګوند مشر علي حيدر ګيلاني نومولی دی.ياده دي وي چي تيره ورځ د پنجاب اسمبلئ د ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري په ضد د عدم اعتماد تحريک منظور کړے وو۔
دا خبره مهمه ده چې پرون د پاکستان تحریک انصاف ګوند سبطین خان د پنجاب اسمبلۍ سپیکر وټاکل شو او د پینل آف چیرمین وسیم بادوزي د سبطین خان کامیابي اعلان کړه. د پینل آف چیرمین وینا ده چی د تحریک انصاف سبطین خان به د ایوان نوی سرپرست وی.

د پايلو له مخې د سپيکر د انتخاب لپاره ټولټال 364 ووټونه اچول شوي وو چې پکې سبطين خان 185 ووټونو سره د پنجاب اسمبلۍ سپيکر وټاکل شو او د مسلم ليګ (ن) اميدوار سيف الملوک کھوکھر 175 ووټونه ترلاسه کړل. ۴ رایې رد شوې.

Leave a reply