افانستان ـ ازبکستان درېل پټلۍ سروې پيلوي

افانستان ـ ازبکستان درېل پټلۍ سروې پيلو
د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخیزو اړیکو، ترانزیټ، کرنیزه برخه کې همکاریو او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د کار د پیل په اړه خبرې کړې.
(2022 / 7 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دیاد وزارت سرپرست امیر خان متقي د ازبکستان دجمهوري ریاست د چارو د ادارې له مشر سردار عمرزاکوف سره کتلي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخیزو اړیکو، ترانزیټ، کرنیزه برخه کې همکاریو او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د کار د پیل په اړه خبرې کړې.
نوموړی زیاتوي چې افغان لوري د رېل پټلۍ متخصصینو له خوا د نقشې د سروې په اړه خپل چمتو والی وښود او ازبک لوري وویل چې د دې اوونۍ له پیل سره سم به د سروې چارې د افغانستان په خاوره کې پیل شي.






