بهر هیوادونو کښې میشت پاکستانیان پي ټي آیی ته فنډ ورکوي: فواد چوهدري

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري وايي بهر ملکې او عام پاکستانیان مونږ ته فنډونه راکوي او مونږ به هم د فنډنګ دغه لړۍ جاري ساتو.
په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې فواد چوهدري وئيلي دي چې واکمن اتحاد پخپله مافيا ده په داسې حال کښې چې تحريک انصاف د فنډنګ لپاره په هيڅ مافيا انحصار نه کوي خو بهر اوسيدونکي پاکستانيان او عام پاکستانيان تحريک انصاف ته فنډ ورکوي او د فنډنګ دا طریفه به هم دوام وکړي.
فواد چوهدري زیاته کړه چې د انتخاباتو کمېشن دې د درې واړو ګوندونو د فنډنګ پرېکړه په ګډه جاري کړي چې خلق په دې اړه خبر شی او پرتله وکړي.
د پي ټي ائي مشر په يو ټويټ کې ليکلي چې د اوسني حکومت د سمندر پار پاکستانيانو څخه نفرت د فهم نه بهر دی، د بهر مېشتو پاکستانيانو د ووټ حق ختم کړی شوی دی، اوس د هغو پاکستانيانو په ضد کمپاين روان دی کوم چې تحريک انصاف ته مالي امداد ورکوي.
حکمران اتحاد جو خود ایک مافیا ہے تحریک انصاف فنڈنگ کیلئے کسی مافیا پر انحصار نہیں کرتی بلکہ اوور سیز پاکستانی اور عام پاکستانی تحریک انصاف کو فنڈ کرتے ہیں ہم فنڈنگ کا یہ ہی طریقہ جاری رکھیں گے، الیکشن کمیشن تینوں جماعتوں ک فنڈنگ کا فیصلہ اکٹھا جاری کرے تا کہ لوگ موازنہ کر سکیں
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) July 30, 2022






