مسلم لیګ نه د پنجاب اسمبلۍ د سپیکر ټاکنه په عدالت کښې چیلنج کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
مسلم ليګ (ن) د پنجاب اسمبلۍ سپيکر انتخاب په عدالت کښې چيلنج کړے دے۔
د پنجاب اسمبلۍ انتخابات د مسلم ليګ (ن) لخوا لاهور هائي کورټ کښې چيلنج کړے شوي دي چې پکښې نوي منتخب سپيکر سبطين خان او نور اړخونه جوړ شوي دي۔
(ن) د منصور عثمان په ذريعه جمع کړې شوې درخواست کښې (ن) ليګ دريځ وئيلي چې د پنجاب اسمبلۍ سپيکر په انتخاب کښې قانوني تقاضې نه دي پوره کړې شوې دا د آئين او قانون خلاف ورزي ده۔
په خپل درخواست کې (ن) ليګ د پنجاب اسمبلۍ د سپيکر ټاکنه باطله اعلانولو او د بيا انتخابولو غوښتنه کړې ده.
دا خبره مهمه او د یادونې وړه ده چې پرون د پاکستان تحریک انصاف ګوند سبطین خان د پنجاب اسمبلۍ سپیکر وټاکل شو.
د پینل آف چیرمین وسیم بادوزي د سبطین خان کامیابي اعلان کړه. د پینل آف چیرمین وینا ده چی د تحریک انصاف سبطین خان به د ایوان نوی سرپرست وی.
د پايلو له مخې د سپيکر د انتخاب لپاره ټولټال 364 ووټونه اچول شوي وو چې پکې سبطين خان 185 ووټونو سره د پنجاب اسمبلۍ سپيکر وټاکل شو او د مسلم ليګ (ن) اميدوار سيف الملوک کھوکھر 175 ووټونه ترلاسه کړل. ۴ رایې رد شوې.