کابل کې د پاکستان سفیر پر کرکټ لوبغالي کې پرونی برید غندلی دی

د ا.ا چارواکو تر دا مهاله په دغه چاودنې کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. خو په کابل کې د ایمر جنسي روغتون ویلي چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۳ ټپيان ورکړل شوي دي.
دغه چاودنه چې ویل کیږي د لاسي بم له امله شوې، تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې ډلې نه دی اخیستی.
(2022 / 7 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د افغانستان کرکټ نړیوال لوبغالې کې د تیرې ورځې چاودنه چې د نوموړي په وینا ۱۹ کسان پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي غندلې ده.
هغه د یادې چاودنې له امله له افغانانو سره غم شریکي ښودلې ده.