مونږ باید ټول خپل هیواد بچ کړو: شیخ رشید

0
262

باغي ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او د کورنيو چارو پخوانى وزير شيخ رشيد وايي، مداخله نرمه وي، ګرمه وي او که سخته خو مونږ ټول په ګډه دا هېواد وژغورو.

په ټوېټر خپل یو بیان کې شیخ رشید ویلي، سیاسي ګډوډي، ګډوډي او بې ثباتي پاکستان د تباهي په لور وړي، هره ورځ قیمتي ده.
نوموړي اوویل چې ټول خلق باید سره کښېني او په ګډه کار وکړو ،هغه زیاته کړه که چرې داسې و نه کړو نو خلق به پریکړه کول په خپل لاس کې واخلي.

شيخ رشيد وويل چې د ګرانۍ شرح 38 فيصده ته لوړه شوې ده او غريبان د ډوډې د خوړلو توان نه لري، که د پيسو نړيوال صندوق (آي اېم اېف) زر ضمانت پېکج ژر تر ژره ورنکړل شي نو د پاکستان د ديوالي کېدو خطر شته.
د کورنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړه چې دا هیواد د تاریخ له ډیر بد اقتصادي او سیاسي بحران څخه تیریږي، د بهرنیو اسعارو ذخیرې په خطرناکه توګه کمې شوي، غریبانو ته چڼاګانې نشته، د بریښنا بیل نشته، د ماشومانو فیس نشته، غریبو ته وینټیلیټر نشته، او په سلګونو فابریکې تړل کیږي.

Leave a reply