روسیې او اوکراین پر یو بل د بندیانو د وژلو تورونه لګولي دي
روسیې او اوکراین پر یو بل د بندیانو د وژلو تورونه لګولي دي
خو د اوکرایین پوځ نه یوازې دا چې له خپلې خوا توغندي برید رد کړی، ترڅنګ یې روسیه تورنه کړې چې خپله یې پر زندان ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې برید مخامخ د زندانیانو پر بلاک شوی دی او ښايي د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.
(2022 / 7 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، چې دونیڅک کې د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې پر یوه زندان کې د اوکرایین توغندیز برید ۴۰ اوکرایني زندانیان وژلي دي.
همدارنګه روسيي چارواکو ادعا کړې چې د اولینیفکا پر زندان د توغندي د لګېدو له کبله ۷۵ نور زندانیان ټپیان شوي دي.
خو د اوکرایین پوځ نه یوازې دا چې له خپلې خوا توغندي برید رد کړی، ترڅنګ یې روسیه تورنه کړې چې خپله یې پر زندان ډزې کړې دي.
د راپورونو له مخې برید مخامخ د زندانیانو پر بلاک شوی دی او ښايي د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.