ایران کې سېلابونو ۵۳ کسان وژلي دي

0
41

ایران کې سېلابونو ۵۳ کسان وژلي دي

ولي پور وايي، د سیلاب له کبله ډېر کسان د پلازمېنې تهران په امام زاده داود سیمه کې مړه شوي دي. له دې مخکې د ایران ځايي رسنیو ویلي و، د سیلابونو له کبله یوازې په څلورو سیمو کې ۲۷ کسان مړه شوي او همدومره بې درکه دي.

 

(2022 / 7 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ایران کې د سرې میاشتې مسوولین او مرستندویه ادارې وايي، د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له ګڼو بارانونو وروسته سېلابونه راوتلي چې له کبله یې ۵۳ کسان مړه شوي او ۱۶ کسان بې درکه دي.

د ایران سرې میاشتې مشر مهدي ولي پور ویلي په تېرو څو ورځو کې سخت اورښت د هېواد ۲۱ سیمې اغېزمنې کړې دي.

ولي پور وايي، د سیلاب له کبله ډېر کسان د پلازمېنې تهران په امام زاده داود سیمه کې مړه شوي دي. له دې مخکې د ایران ځايي رسنیو ویلي و، د سیلابونو له کبله یوازې په څلورو سیمو کې ۲۷ کسان مړه شوي او همدومره بې درکه دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د اوبو بندونو احتمالي ماتېدو خطر له کبله چارواکو ته د تیارسئ امر کړی. په ایران کې د کړکېچ مدیریت مسوولینو له خلکو غوښتي چې په هېڅ صورت کې خوړونو، درو او خطرناکو ځایونو ته نژدې نه شي.

Leave a reply