کابل؛ سلګونه داخلي بېځایه شوي بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي

کابل؛ سلګونه داخلي بېځایه شوي بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي
په راپور کې ویل شوي چې په ديرشو بسونو کې ښځې، نارينه او ماشومان بيرته خپلو کورونو ته انتقال شول او هرې کورنۍ ته د خوراکي او نورو اړينو توکو د رانيولو له پاره ۲۰۰ ډالره ورکړل شول.
(2022 / 7 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په سلګونو هغه داخلي کډوال چې کال مخکې یې د جګړو له کبله له ختیځو ولایتونو څخه پلازمينې کابل ته پناه وړې وه، پرون بيرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ۱۶۰۰ هغو افغانانو ته چې په کابل کې ميشت ول، په ختیځ کې خپلو ولایتونو ته په ستنېدو کې مرسته وکړه.
په راپور کې ویل شوي چې په ديرشو بسونو کې ښځې، نارينه او ماشومان بيرته خپلو کورونو ته انتقال شول او هرې کورنۍ ته د خوراکي او نورو اړينو توکو د رانيولو له پاره ۲۰۰ ډالره ورکړل شول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخې دمګړۍ په افغانسان کې ۳،۵ میليونه کسان داخلي کډوال دي.






