د پاکستان او امریکا په اړیکو کښې یو مهم او مثبت پرمختګ شوې دې

0
139

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او امریکا په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د بایډن ادارې امریکا ته د PIA د پروازونو د بحالولو لپاره د ګامونو پورته کولو ډاډ ورکړی دی.

د وزيراعظم د سټراټيجيک ريفارمز يونټ مشر سلمان صوفي د امريکې چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي چې پکښې دوه اړخيزه تعلقاتو، تجارت ته وده ورکولو، افغان صورتحال او د پي آئي اے د پروازونو بحالئ باندې خبرې اترې شوي دي۔
په واشنګټن کې جیو نیوز سره په مرکه کې سلمان صوفي وویل چې د بایډن ادارې امریکا ته د PIA د پروازونو د بحالولو لپاره د ګامونو پورته کولو ډاډ ورکړی او پاکستان به هم د دې مقصد لپاره اړوند امریکایی ادارې ته د معاینې لپاره بلنه ورکوي.
دا خبره مهمه ده چې په کال ۲۰۲۰ کښې هم د کورونا ناروغۍ له مله په امریکا کښې بند پاتې پاکستاني وګړو پاکستان ته رواړلو لپاره د پي آیی ای الوت پیل شوې وو.
په هغه وخت کښې د رسنیو د یو راپور مطابق حکومت پریکړه کړې چې په امریکا کې بند پاتې پاکستانیان بیرته راستنیدو لپاره د پاکستان نړیوال هوایی شرکت (PIA) ځانګړي الوتنې ترسره کړي.

د PIA وياند له مخې، د واشنګټن څخه پاکستان ته دوه الوتنې په لومړي سر کې ټاکل شوي دي.

لومړۍ الوتنه به د مې په ۱۰مه (۲۰۲۰ له واشنګټن څخه اسلام اباد ته او دویمه الوتکه به د مې په ۱۳مه له واشنګټن څخه کراچۍ ته ځي.

Leave a reply