غزني؛ د سېلاب راوتلو لۀ امله د ا.ا لس سرتېري وژل شوي دي   

0
162

غزني؛ د سېلاب راوتلو لۀ امله د ا.ا لس سرتېري وژل شوي دي 

د غزني له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس زیاته کړې چې د دغه ولایت نورو ولسوالیو او سیمو کې هم سېلابونه راوتي چې دامهال د اوښتو زیانونو کچې مالومولو او د زیانمنو شویو سیمو سروې روانه ده.

 

(2022 / 7 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د غزني ځايي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت قره‌باغ ولسوالي کې د سېلابونو راوتلو په دلیل د اسلامي امارت ځواکونو رنجر موټر چپه شوی چې پایله کې یې ۱۰ سرتیرو ژوند بایللی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

 سلام وطندار د غزني له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي عمر حقاني لۀ قوله لیکلي چې، تېره شپه د دغه ولایت قره‌باغ ولسوالي کې له سختو وروښتونو وروسته سېلابونو د اسلامي امارت یو رنجر موټر وړی دی.

هغه وویل، د دغې پېښې پایله کې د اسلامي امارت ۱۰ سرتېرو ژوند بایللی او ۳ نور یې ټپیان شوي دي.

د غزني له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس زیاته کړې چې د دغه ولایت نورو ولسوالیو او سیمو کې هم سېلابونه راوتي چې دامهال د اوښتو زیانونو کچې مالومولو او د زیانمنو شویو سیمو سروې روانه ده.

د یادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد ګڼو نورو ولایتونو کې هم ورښتونو او سېلابونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي او زرګونه نورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

Leave a reply