فیصل آباد کښې په یو ګونګۍ ښځینه جنسي تیرې شوې

0
159

باغی ټي وی رپورټ
فیصل آباد کښي د یوې ګونګۍ زنانه سره د جنسي تیري پيښه رامخی ته شوي ده.

د پوليس ترمخه د چک جمره په چک ١١٨ جي بي کښي د يوي ګونګي ښځي سره د جنسي زياتي پيښه رامخي ته شوي ده۔

پوليس وايي د جنسي تیري ښکار ښځې د خاوند په ګواهۍ کښې مقدمه درج کولو سره د ملزمانو د نيولو هڅې روانې دي۔

بل لوري ته دفيصل اباد په تنغر سيمه کې ديو ځوان مړى موندل شوى چې په اړه يې خپلوانو تور لګولى چې دغه ځوان وژل شوى دى، پوليسو دپيښې پلټنې پيل کړي دي.
دا خبره مهمه ده چې څو ورځې وړاندې په پیښور کښې هم یو تن نیول شوې دې، په دې نیول شوي تن باندې تور لګول شوې دې چې درې وړې ماشومانو سره ی جنسي تیرې کړې وو، د نیول شوي تن هم جرم منلې دي او پلټنې ترې روانې دي.

Leave a reply