د کور استعمال ګاز نرخ کښې زیاتوالې راغلې دې

0
172

باغی ټي وي رپورټ
په ۴۸ ساعتونو کې د دریم ځل لپاره د ایل پی جی بیه لوړه شوه

د ايل پي جي ډيسټريوټرز ايسوسي ايشن چيئرمېن عرفان کھوکھر وايي نن هم د في کيلو ايل پي جي په نرخ کښې لس روپۍ زياتوالې راغلې دې۔
عرفان کھوکھر وويل چې د في کيلو ايل پي جي بيه ٢٥٠ روپو ته لوړه شوې ده.

ده زياته کړه چې د ايل پي جي بيې زياتوالي له وجې د کورنئ سلنډر ٢٩٥٠ روپۍ او تجارتي سلنډر په ١١٣٥٠ روپو خرڅ شوى دى.
د یادونې ده چې د جولایی د اول نیټې څخه ترنن پورې د ګاز نرځ زیات شوې دې، د لومړي جولایی د رسنیو د راپور مطابق
د تېلو او ګازو د تنظيم ادارې (اوګرا) د مايع پټروليم ګاز (ايل پي جي) په بيعه کې د زياتوالي اعلان کړى دى.

د اوګرا له مخې د 11.8 کلو د کورنی ایل پی جی سلنډر په قیمت کښې 19 روپۍ 62 پېسې زیاتې شوې دې، د یو کلو ایل پی جی نوې بیه 220 روپۍ 42 پېسې ټاکلې شوې ده.

Leave a reply