د پاکستان د داخله چارو وزیر عمران خان یو سازشي او غدار بللې دې

0
158

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله يو ځل بيا د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان يو غدار او سازشي بللې دې او د قوم نه يې غوښتنه کړې چې دغه بغاوت دې ودروي.

د جيو نيوز مارننګ شو جيو پاکستان سره په خبرو کې رانا ثناء الله وويل چې د قامي اسمبلۍ سپيکر لخوا د پي ټي ائي د غړو استعفاوې منل شوې دي چې په خپله يو څه وړتيا يې ښودلې ده، که نور مستعفي شوي غړي هم راښکاره شي نو د هغوي استعفاوې به هم ومنل شي.
د تحريک انصاف د غړو په څوکيو د ضمني انتخاباتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وفاقي وزير وويل چې په اصل کې دغه څوکۍ د پي ټي ائي سره تعلق لري خو که ضمني انتخابات وشي نو مونږ به د مستعفي شوي پي ټي آئي غړو په څوکيو سيالي وکړو.
په ملک کې د عامو انتخاباتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د داخله وزير وويل تر څو پورې چې د پاکستان د اليکشن کميشن په شمول ټول اسټيک هولډرز سره کښېني او خبرې اترې نه کوي نو د ټولو صوبايي اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ انتخابات په يو شان نه کيږي. که وخت، د ټاکنو قانون او د ټاکنیزو حوزو ستونزې هوارې نه شي، نو د ټاکنو د جنجالي کېدو ډېر خطر شته، چې د هېواد او ولس په ګټه به نه وي.

Leave a reply