ق لیګ ګوند د چوهدري شجاعت په اړه مهمه پریکړه کړې

باغی ټي وي رپورټ
د (ق) ليګ د مرکزي ورکنګ کميټۍ غونډه وشوه چې پکې د ګوند مشر چوهدري شجاعت حسين د صدارت نه د لرې کولو فيصله وشوه.
د غونډې نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې د ق ليگ سينيټر كامل علي اغا وويل چې د مسلم ليګ ن هاؤس لاهور كښې د سنټرل وركنګ كمېټۍ غونډه وشوه او په غونډه كښې په موجوده صورتحال غور وكړې شو۔
سناتور کامل علي اغا زیاته کړه چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې چوهدري شجاعت حسین دې د ګوند له صدارت څخه جلا شي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د چوهدري شجاعت روغتیا په پرېکړو اغېز کړی دی.
ده زياته کړه چې دانتخاباتو يو ٥ کسيز کميشن جوړ شوى دى، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې طارق بشير چيمه دې هم لرې کړل شي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې چوهدري شجاعت او طارق بشير چيمه دې په سمدستي توګه دپارټۍ له چوکونو لرې کړل شي. .
کامل علي اغا وويل په پارټي ټاکنو کې به جهانګير جنجوعه چيف اليکشن کميشنر وي، قرارداد منظور شوى چې سبطين خان ته به د پنجاب اسمبلۍ سپيکر لپاره ووټ ورکوي.
ده ووئيل دا زمونږ لپاره ډېره ناخوښۍ صورتحال ده، ګوند او سياست ته د چوهدري شجاعت خدمات له چا پټ نه دي، په څو ورځو كښې د پارټۍ سره څه وشول د دې هيڅ جواز نشته۔
د مرکزي کميټۍ غونډه د چوهدري شجاعت او شفاعت حسين له منظورۍ پرته نه شي کيدای
بل خوا د چوهدري شجاعت حسین کشر ورور چوهدري شفاعت حسین وايي چې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غونډه د چوهدري شجاعت له منظورۍ پرته نه شي کېدلی، د مرکزي کمېټۍ د غونډې د رابللو کومه پرېکړه نه ده شوې.






