عمران خان په سیاسي مخالفنیو نیوکې کړي

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د سنده اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر حليم عادل شيخ د نيولو غندنه کړې او يو ځل بيا يې په سياسي مخالفانو نيوکې کړي دي.
په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې عمران خان وئيلي دي چې د سنده حکومت لخوا د اپوزيشن مشر حليم عادل شيخ نيول په کلکه غندي.
هغه زیاته کړه، دا ښکاره فاشیزم دی، چې د زرداري او شریف مافیا د ذهنیت څرګندونه کوي، چې هغه کسان له منځه یوسي، چې نه شي اخیستل کېدای، دا ډول کړنې په یوه جمهوري ټولنه کې د منلو وړ نه دي.
عمران خان زیاته کړه چې ما د پنجاب حکومت ته هدایت کړی چې د جنوبي پنجاب په ویجاړو شویو سیمو او د میانوالی ضلعې ځپلو سیمو کې د سېلاب ځپلو سره سمدستي مرستې وکړي.
د تحريک انصاف چيئرمېن زياته کړه چې دې سره مې د خېبرپښتونخوا حکومت ته هم لارښوونه کړي ده چې په بلوچستان کښې سيلاب ځپلو خلقو ته په بیړني توګه امدادي سامان ورسوي.
Strongly condemn persecution & arrest of Sindh Opposition leader Haleem Adil Sheikh by Sindh govt. This is pure fascism, reflecting the Zardari-Sharif mafia's approach of eliminating those they cannot purchase & it is absolutely unacceptable in any democracy.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) July 28, 2022






