ډپټي سپیکر دوست مزاري په ضد قرارداد منظور شوې

0
87

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپيکر خلاف د عدم اعتماد تحريک په اکثريت رايو سره منظور کړو۔

د پي ټي آئي مشر او په صوبايي اسمبلۍ کښې پارليماني ليډر راجه بشارت د ډپټي سپيکر دوست مزاري په ضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړے وو کوم چې ايوان په اکثريت سره منظور کړے دے۔
په پنجاب اسمبلۍ کښې به سبا مازديګر څلور بجې د سپيکر انتخاب ترسره کيږي چې پکښې به نن مازيګر تر پنځو بجو پورې د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولې شي او د کاغذونو پلټنه به نن مازيګر پنځه بجې کيږي۔

د پینل آف چیئرمېن وسیم خان د پنجاب اسمبلۍ غونډه سبا مازیګر څلور بجې پورې وځنډوله.
دپنجاب اسمبلۍ کې دپروېز الهي دقومي اسمبلۍ دغړيتوب څخه وروستو دپي ټي ائي لخوا سبطين خان اؤ ډپټي سپيکر لپاره واثق قيوم نومونه مخې ته راغلي دي.

پروېز الهي د وزيراعلي د څوکۍ نه وړاندې په اسمبلۍ کې د سپيکر دنده ترسره کوله.

Leave a reply