ترکیه: خوښ یو چې د طالبانو پۀ کابل تر ولکې وروسته نړیوالو مثبت پیغامونه خپاره کړي

0
116

ترکیه: خوښ یو چې د طالبانو پر کابل تر ولکې وروسته نړیوالو مثبت پیغامونه خپارۀ کړي 

د ترکیې هېواد وړاندې تر دې اندېښنه لرله چې د طالبانو لۀ راتګ سره به افغانستان د نړیوالو لۀ مخالفت سره مخ شي.

 

د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی چې ترکیې خوښي ښودلې پۀ کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د نړۍ یو شمېر مهمو هېوادونو مثبت پیغامونه خپارۀ کړي دي او هیله یې څرګنده کړې چې طالبان به پۀ افغانستان کې یو ټول منلی حکمت جوړ کړي، ترکیه وايي چې د ټولې نړۍ سترګې د افغانستان پر لور دي تر څو وګوري چې طالبان رښتیا بدل شوي او که نه.
 یاده دې وي چې تر دې وړاندې دترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان پۀ طالبانو غږ کړی ؤ چې د افغانستان اشغال ته پرېږدي او پۀ وینا یې چې اوس طالبانو افغانستان اشغال کړی دی.

Leave a reply