نواز شریف په یو مهمه پریکړه غور شروع کړې

باغی ټي وي رپورټ
نواز شریف د ګوند له مشرتابه سره په مرکز کې د حکومت د پرېښودو پر انتخاب خبرې پیل کړې.
دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې د نوازشريف دپارټۍ مشرتابه هم دمخکي انتخاباتو په آپشن خبرې اترې کړي دي.
سرچينې وايي چې نوازشريف څو ځله د پي ډي ايم مشرانو او شهباز شريف سره د وخت نه مخکې انتخاباتو او د حکومت نه د وتلو په اړه خبرې کړي دي خو اصف زرداري، مولانا فضل الرحمان او نورو د حکومت د پرېښودو مخالفت کړی دی.
د سرچينې په وينا، نواز شريف وايي، په حکومت کې پاتې کېدل د زياتو ستونزو څرګندونه کوي.
د پاکستان د ډیموکریټک تحریک (پي ډي ایم) مشر او د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې مونږ د تنظیم سره کومه ستونزه نه لرو خو د اټیک هغه اړخه څخه شکایت ضرور دی.
خبريالانو سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان وويل چې ستاسو په سياست فکر وکړئ، مونږ ستاسو حکومت تباه کړى، اوس د پنجاب حکومت ته مبارکي وايم چې د څو ورځو مېلمه ده، تاسو د امريکا، اين جي اوز او ادارو ملاتړ کړی دی، زه د پي ټي آئي په سياست لعنت کوم.






