مالیې وزارت:  پۀ تېر حکومت پاتې قرضونه ورکول کېږي 

0
200

مالیې وزارت:  پۀ تېر حکومت پاتې قرضونه ورکول کېږي 

د حقل په خبره، چې کمېټه به د ټولو پروژو ارزونه وکړي او وروسته به د پورونو د ادا کولو لپاره اقدام وکړي. د ماليې وزارت وياند ويلي چې ښايي ارزونې يې وخت ونيسي.

 

(2022 / 7 / 28   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ماليې وزارت وايي، د مخکني حکومت د بېلابېلو ودانيزو پروژو څه باندې سل ميليارده افغانۍ پورونه ور پاتې دي چې دوی يې د کيفيت او فزيکي شتون په اړه د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته ورکړې ته ژمن دي.

د ماليې وزارت وياند احمدولي حقمل ويلي، د يادو پورونو د اداينې په تړاو د پرتو ستونزو د هواري په موخه د وزارتونو په کچه يوه کمېټه ټاکل شوې ده.

د حقل په خبره، چې کمېټه به د ټولو پروژو ارزونه وکړي او وروسته به د پورونو د ادا کولو لپاره اقدام وکړي. د ماليې وزارت وياند ويلي چې ښايي ارزونې يې وخت ونيسي.

Leave a reply