ټاکل شوې چې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران سره وګوري

0
183

ټاکل شوې چې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران سره وګوري

بلینکن وایي نږدې ورځو کې به له سرګي‌ لاوروف سره خبرې کوي او نړیوالې رسنۍ وايي چې ښایي‌ د اوکراین موضوع،‌ پر روسیه فشارونه، د انرژۍ سوداګري‌ او نور موارد هم د دواړو لورو ترمنځ د بحث موضوعات وي.

 

(2022 / 7 / 28   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ټاکل شوې چې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران سره وګوري.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه خبري‌ کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د امریکايي‌ وګړو د خوندي‌ کولو لپاره له روسیې سره خبرې کوي.

بلینکن وایي نږدې ورځو کې به له سرګي‌ لاوروف سره خبرې کوي او نړیوالې رسنۍ وايي چې ښایي‌ د اوکراین موضوع،‌ پر روسیه فشارونه، د انرژۍ سوداګري‌ او نور موارد هم د دواړو لورو ترمنځ د بحث موضوعات وي.

د اوکراین تر جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې بلینکن او لاوروف به په مستقیمه توګه سره ویني.

Leave a reply