ټرمپ پۀ یوه تازه وینا کې ویلي چې د امریکا ملت هغه ملت دی چې افغانستان کې تسلیم شو

0
124

ټرمپ پۀ یوه تازه وینا کې ویلي چې د امریکا ملت هغه ملت دی چې افغانستان کې تسلیم شو

هغه همدا راز وویل امریکا په اوکراین کې تسلیم شوه او اجازه یې ورکړه چې زرګونه کسان ووژل شي‌ او د اوکراین خاوره د روسي ځواکونو له لوري و نیول شي. هغه د بایډن پر پالیسیو پراخې نیوکې کړې او ادعا کوي چې په لومړي دور ټاکنو کې بریالی و.

(2022 / 7 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ټرمپ‌ ویلي‌ امریکا په افغانستان کې تسلیم شوه.

ټرمپ‌ چې له واکه تر لرې کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته راغلی و، د خپلو ملاتړو په یوه ستره غونډه کې وویل که دی په واک کې وی او سر اعلی قومندان وای هغه څه به په افغانستان او اوکراین کې نه وی پېښ شوي‌ چې د بایډن حکومت ترسره کړل.

د ده په وینا امریکا اوس هغه ملت دی چې په افغانستان کې تسلیم شوی دی.

ټرمپ وايي امریکا په افغانستان کې سلګونه وژل شوي سرتېري، د پنځه اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات او سلګونه امریکايي‌ وګړي‌ تر شا پرېښودل او امریکایان هغه ملت دی چې په افغانستان کې تسلیم شوی دی.

Leave a reply