WFP وايي چې افغانستان کې د مرستو لپاره ۱۷۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

WFP وايي چې افغانستان کې د مرستو لپاره ۱۷۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، په ټوله کې د يو ميليارد ډالرو په ارزښت بسپنې ته اړ دي، خو د دې لپاره چې خلکو ته د مرستو رسول يقيني شي بايد د ژمي تر راتلو مخکې ۱۷۲ ميليونه ډالره په واک کې ورکړل شي.
(2022 / 7 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، د ژمي تر راتلو مخکې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۱۷۲ ميليونو ډالرو ته عاجله اړتيا لري.
دغه اداره وايي، غواړي د ژمي تر راتلو مخکې په لرې پرتو سيمو کې د خلکو د لاسنيوي لپاره ۱۵۰ زره ټنه خوراکي موادو ذخيره کړي.
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، په ټوله کې د يو ميليارد ډالرو په ارزښت بسپنې ته اړ دي، خو د دې لپاره چې خلکو ته د مرستو رسول يقيني شي بايد د ژمي تر راتلو مخکې ۱۷۲ ميليونه ډالره په واک کې ورکړل شي.
دې ادارې دغه راز ويلي چې افغانستان کې د فقر رېښې تر پخوا ژورې شوې او د ۲۰۲۱ کال په پرتله روان کال خوراکي توکو ته د اړمنو افغانانو شمېر لوړ شوی دی.






