ایران ویلي چې لۀ بندیزونو سره سره يې د تېلو صادراتو کې ډېروالی راغلی دی

0
124

ایران ویلي چې لۀ بندیزونو سره سره يې د تېلو صادراتو کې ډېروالی راغلی دی

ایران داسې مهال د تېلو په صادراتو او له دې درکه په عایداتو کې د ډېروالي خبره کوي چې د امریکا او متحدینو له سختو بندیزونو سره مخ دی او ددې احتمال شته چې دا بندیزونه لا پراخ کړل شي.

 

(2022 / 7 / 28   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران وایي د تېلو په صادراتو کې یې نیم په نیمه ډېروالی راغلی دی.

د ایران د نفت او انرژۍ وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې د نړیوالو له سختو بندیزونو سره مخ دي خو بیا یې هم د تېلو په صادراتو او پلور کې ډېروالی راغلی دی.

دغه ایراني چارواکی وایي ایران توانېدلی چې په ښو تګلارو د تېلو په عایداتو کې ډېروالی راولي او په خبره یې له دې درکه د عایداتو کچه ۵۵ سلنه لوړه شوې ده.

ایراني چارواکي همدا راز وایي دوی روان کال په څلورو میاشتو کې د تېر کال د ۱۲ میاشتو په اندازه عواید راټول کړي دي.

ایران داسې مهال د تېلو په صادراتو او له دې درکه په عایداتو کې د ډېروالي خبره کوي چې د امریکا او متحدینو له سختو بندیزونو سره مخ دی او ددې احتمال شته چې دا بندیزونه لا پراخ کړل شي.

Leave a reply