د پاکستان دیني عالمانو کابل کښې افغان چارواکو سره لیدنه کړې
باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کښې د پاکستان څخه تللی د پاکستانو لویو لویو دیني عالمانو او مفتیانو د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړه
چارواکو سره لیدنه کړې ده.
په لیدنه کښې د افغانستان او پاکستان د اړیکو له پیاړولو او په سیمه کښې امن او پرمختګ په اړه مهمې او ګټورې خبرې اترې وشوې.
دا خبره مهمه دې چې وړمه ورځ د پاکستان څخه د لویو اسلام عالمانو یو پلاوې د مفتي تقي عثماني په مشرۍ کښې د کابل په سفر لاړ.
نن ی په پایه تخت کابل د پاکستاني عالمانو دې پلاوي د افغانستان وزیراعظم ملا محمد حسن اخند سره ولیدل.
په دې مهمه لیدنه کښې دینې عالمانو د افغان چارواکو سره د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د پیاړي کولو په اړه ټینګار وکړو.
دا خبره هم مهمه ده چې په دې مهمه لیدنه کښې د افغانستان ته سترې محکمې مشر ، افغان وزیرتعلیم او یو شمیر نور لوړي پوړي افغان چارواکي شامل وو.