وزیرداخله سخت ګواښ کړې دې

0
157

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې که پنجاب ته زما داخليدل بند کړل شي نو دا به د گورنر راج پيل وي.

په اسلام اباد کې دخبرو په مهال رانا ثناء الله وويل چې د سترې محکمې د پرېکړې له امله سياسي حالات نور هم خراب شوي دي او دا ډول خبرې د پاکستان له خوا بيا زور اخلي.
ده ووئيل چې د جسټس قاضي فائز عيسيٰ په لیک کښې لیکل شوې خبرو ته په کتلو سره دا د اندېښنې وړ خبره ده، كه په معتبرو ادارو كښې دا ډول فضا رامنځته شوه نو مونږ د تباهۍ په لور روان يو۔
ديوې پوښتنې په ځواب کې دکورنيو چارو وزير وويل پنجاب کې زما دداخلې دبنديدو په اړه افواهونه دي خو که زما په پنجاب کې داخليدل بند کړل شي نو دګورنر راج دعملي کولو لپاره کافي جوازونه موجود دي.

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله وويل چې د عدم اعتماد د تحريک تر بريالي کېدو وروسته مسلم ليګ (ن) په ټاکنو کې د تلو پرېکړه کړې وه، خو له خپلو متحدينو سره تر مشورې وروسته يې د حکومت کولو ستونزمنه پرېکړه کړې ده.

رانا ثناءالله وئيلي دي چې نواز شريف به وطن ته واپس راځي او د مسلم ليګ نون انتخابي کمپاين به کوي۔

Leave a reply