د مسلم لیګ نه مرستیالې مریم نواز د سپریم کورټ د پریکړې په اړه تود غبرګون مخې ته راغلې

0
99

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مرستیالې مريم نواز د سپريم کورټ د پرونۍ فيصلې په اړه په سوشل ميډيا د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال نه پوښتنه کړې ده.

تيره ورځ دپنجاب د وزيراعلي د انتخاب په اړه د پرويز الهي په درخواست د چيف جسټس په مشرۍ درې کسيزه بينچ د دوست محمد مزاري حکم کالعدم اعلان کړ او پرويز الاهي يې د پنجاب د وزيراعلي په توګه ونومولو۔

په داسې حال کې چې د پاکستان تحریک انصاف او د هغه د متحدینو ګوندونو لخوا د سترې محکمې د پریکړې ستاینه کیږي، خو د وفاقي حکومت او د هغې د متحدینو لخوا پر دې پریکړې سختې نیوکې کیږي.
تيره ورځ مريم نواز هم د سپريم کورټ په فيصله نيوکه کړې وه او هغه يې “عدالتي” بللې وه، خو اوس د مسلم ليګ (ن) مشر د پاکستان له چيف جسټس څخه پوښتنه کړې ده.

مريم نواز په سوشل ميډيا خپل بيان کښې وئيلي دي چې که غلطي د لاډلي په حق کښې وي نو که غلطي اصلاح شي نو بيا هم د لاډلي په حق کښې ده؟ تاسو به دا ښکاره ظلم څنګه توجیه کوئ؟
د مسلم لیګ مشر زیاته کړه چې دا هم عدالتي قتل دی، خو دا ځل قرباني هم عدل او انصاف دی! هغه په پوښتنه کښې زیاتوي چې چیف جسټس صیب ، دا تاسو څه وکړل؟

Leave a reply