افغان او امریکايي چارواکوي تاشکند کې نن پر اقتصادي مسائلو خبرې کوي
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي پرون د تاشکند کنفرانس ته په خبرو کې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې زېرمه ازادې او پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
(2022 / 7 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
لوړپوړي امریکايي چارواکي نن د ا.ا له پلاوي سره ګوري او پر روانو اقتصادي مسايلو ورسره خبرې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ترهګرۍ او مالي اطلاعاتو لپاره د خزانې وزارت مرستیال براین نلسن او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ویسټ په تاشکند کې د بهرنيو چارو د سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ د ا.ا له پلاوي سره ګوري.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی به د هغو اقتصادي ستونزو پر حل بحث وکړي چې نن سبا افغانان ورسره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي پرون د تاشکند کنفرانس ته په خبرو کې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې زېرمه ازادې او پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.










Leave a Reply