پاکستان د سي پیک په اړه د هند بیان رد کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د CPEC په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت مسخره کوونکي څرګندونې او بیان رد کړې دې.
د خارجه دفتر د وياند لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د هند بيان د سي پېك د سياسي كولو يوه ناوړه هڅه ده، په سي پیک كښې د چين سرمايه كارۍ د پاكستان سره د توانائي او انفراسټركچر خنډونو په لرې كولو كښې مرسته كړې۔
وياند ووئيل چې سي پیک د سيمې لپاره د استحكام، دوه اړخيزه مرستې او ګډ پرمختګ محور دے.
د پاکستان خارجه دفتر په بیان کښې زیاتوي چې هند د مقبوضه كشمير د وضعې په اړه د نړيوالې ټولنې د ګمراه كولو هڅې كوي۔
دا خبره د یادونې ده چې هند د پاکستان په اړه په بیلا بیلو وختونو کښې د دروغو پروپاګنډې خپرې کړي دي چې د نړیوالې ټولنې له لوري بې بنیاده او دروغ ثابت شوي دي او په پاکستان او سیمه کښې د هند له لوري د امن او ګډوډې رامنځ ته کولو هڅې ناکامه کړې شوي دي.