کندهار؛ د مېوو پۀ صادراتو کې ډېروالی راغلی دی

کندهار؛ د مېوو پۀ صادراتو کې ډېروالی راغلی دی
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له کندهار څخه د ۸۰ میلیونه ۵۲۱ زره ۴۳۶ ډالرو په ارزښت ۲۷ زره ۶۶۴ ټنه ممیز هند، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي وو.
(2022 / 7 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کندهار د ممیزو په صادراتو کې ۱۶ میلیونه ډالره زیات والی راغلی دی. د وچې مېوې سوداګر او د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، تېر کال د انځرو، ابجوشو او نورې وچې مېوې تر څنګ ممیز هم په زیاته اندازه صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له کندهار څخه د ۸۰ میلیونه ۵۲۱ زره ۴۳۶ ډالرو په ارزښت ۲۷ زره ۶۶۴ ټنه ممیز هند، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي وو.
د هغه په خبره، د صادراتو دغه کچه بیا په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ډېره لوړه وه ځکه په بهرنیو هېوادونو کې د وچې مېوې تقاضا زیاته وه او د مېوې کیفیت هم ښه وو.
ده وویل، په تېر کال کې له کندهاره د ۹۶ میلیونه ۴۱۶ زره ۴۰۹ ډالرو په ارزښت ممیز صادر شوي دي.






