برېتانيا د روسيې پر يو شمېر کسانو بنديزونه ولګول
پر اوکراين د روسيې بريد په دوام برېتانيا پر یو شمېر روسي وګړو تازه بنديزونه لګولي دي.
دغه ۴۲ کسيزه لېست کې د روسيې يو وزير او ۲۹ واليان شامل دي چې د انګلستان لخوا پرې بنديزونه لګول شوي دي.
کله چې روسيې پر اوکراين خپل بريد پيل کړ، نو برېتانيا سمدستي پر يو شمېر روسي سياستوالو، سوداګرو او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نږدې کسانو باندې بنديزونه ولګول.
د بنديزونو په دې نوي لېست کې، د روسيې د عدليې وزير کنستانتين چوينچکو په شمول ګڼ شمېر نور لوړپوړي چارواکي شامل دي.
په دغه لېست کې همداراز د روسي ميلياردر عليشېر عثمانوف دوه ورېرونو او د برېتانيايي خبريال ګراهام ويليام فيليپس نومونه چې د ډېرې مودې لپاره يې د روسي ټلويزوني شبکو لپاره کار کړی، هم شامل دي.
د انګلستان لخوا دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې روسي ځواکونو پر اوکراين خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی او د نورو تازه بريدونو خبرداری يې هم ورکړی دی.






