د پيسو نړيوال صندوق: په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ اقتصادي وده کمه شوې

0
205

د پيسو نړيوال صندوق په خپل تازه راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ زېږديز کال کې د نړۍ اقتصادي وده کمه شوې ده.

د ياد صندوق د راپور له مخې، د روان کال په ترڅ کې تر دې دمه د نړۍ اقتصادي وده مخ په کېمدو ده او خبرداری يې ورکړی چې د اوکراين جګړې دوام کولی شي د نړۍ اقتصاد لا ډېر وځپي.

دغه صندوق په روان کال کې د نړۍ اقتصادي وده ۲/۳ سلنه اټکل کړې، په داسې حال کې چې دې صندوق درې مياشتې وړاندې دغه اندازه ۶/۳ اټکل کړې وه.

دغه راپور په راتلونکي کال (۲۰۲۳) کې د نړۍ اقتصادي وده ۹/۲ سلنه اټکل کړې ده.

په راپور کې د عربستان او هند اقتصادي وده په ترتيب سره ۶/۷ او ۴/۷ سلنه اټکل شوې ده چې د روان کال ترټولو لوړه کچه اقتصادي وده ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د نړۍ ۷ لويو صنعتي هېوادونو ترمنځ به انګلستان ترټولو لږه اقتصادي وده په راتلونکي کال کې ولري.

Leave a reply