د انګلستان د فوټبال ښځينه لوبډلې د اروپا جام پايلوبې ته لار وموندله

0
197

انګلستان د فوټبال ښځينه ملې لوبډلې په يوې په زړه پورې لوبه کې د سويډن ملي لوبډلې ته ۴-۰ ماتې ورکړه او د اروپا ښځينه جام پايلوبې ته يې لار پيدا کړه.

دغه لوبه د انګلستان سويلي یورکشاير د برامال لين شلېډ لوبغالي کې وه چې تر ۲۵مې دقيقې پورې توپ د سويډنۍ لوبډلې په واک کې ؤ، خو له هغې وروسته انګلستانۍ لوبډله برلاسي شوه.

د انګلستان لوبډلې لپاره په ۳۴مه دقيقه کې لوسي مېډ او په ۴۸مه دقيقه کې لوسي برونز ګولونه ترسره کړل.

همداراز د لوبې په ۶۸مه دقيقه کې اليشيا روسو او په ۷۶ دقيقه کې فرن کيربي د سويډن پر وړاندې دوه نور ګولونه ترسره کړل او په دې سره انګلستانۍ لوبډلې پايلوبې ته لار وموندله.

د انګلستان لوبډله به د اروپا جام پايلوبه کې له فرانسې يا جرمني سره مخامخ شي.

Leave a reply