گوتریش افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی
گوتریش افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی
ګوتریش ددې تر څنګ زیاتوي، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې، د ښځو د حقونو خوندي کولو، د دوی د کار او زده کړو او همدا راز د بشري حقونو د پالنې په برخه کې مرسته او همکاري کوي.
(2022 / 7 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د تاشکند غونډې ته په استولي پیغام کې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.
د ګوتریش په خبره دوی په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي دغه هېواد له دایمي ثبات او سولې برخمن شي.
هغه همدا راز ویلي چې افغانان د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري او زیاتوي چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو پالنه او ساتنه مهمه اړتیا ده چې پاملرنه غواړي.
ګوتریش ددې تر څنګ زیاتوي، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې، د ښځو د حقونو خوندي کولو، د دوی د کار او زده کړو او همدا راز د بشري حقونو د پالنې په برخه کې مرسته او همکاري کوي.