د کنګل شوې شتمنۍ پۀ اړه؛ د امریکايي او افغان لوری تر منځ پرمختګ راغلی دی

د کنګل شوې شتمنۍ پۀ اړه؛ د امریکايي او افغان لوری تر منځ پرمختګ راغلی دی
دوی د مرکزي بانک مستقلانه فعالیت غواړي او په دې برخه کې د شفافیت د تظمین خبره کوي. خو ددې هر څه تر څنګ لا هم د افغان لوري او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي او دواړه لوري پایلې ته د رسېدو هڅه کوي. امریکا په دې تړاو له خپلو نړیوالو شریکانو سره هم په خبرو بوخته ده.
(2022 / 7 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو د افغان لوري او امریکا ترمنځ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.
رویټرز د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي چې د امریکا او افغان لوري ترمنځ د مرکزي بانک د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو بحثونه پراخ شوي دي او دواړه لوري د پرمختګونه خبره کوي.
تر څنګ یې دې مسئلې ته نږدې کسان وایي چې د پرمختګونو تر څنګ د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات هم د یادولو وړ دي.
دوی وایي امریکا ددې غوښتونکې ده چې مرکزي بانک باید یو درېیم لوری مدیریت کړي نه د اوسني حکومت نږدې سیاسي کسان چې ځینې یې آن د نړیوالو په تور لېست کې هم دي.