ازبکستان د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو  غوښتنه کړې ده

0
216

ازبکستان د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو  غوښتنه کړې ده

د ازبېک رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلادیمیر نوروف د افغانستان په تړاو په ځانګړي کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لومړی ګام ددغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ آزادول دي.

 

(2022 / 7 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ازبکستان د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو  غوښتنه کړې ده.

د ازبېک رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلادیمیر نوروف د افغانستان په تړاو په ځانګړي کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لومړی ګام ددغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ آزادول دي.

د ده په خبره که نړیواله ټولنه غواړي چې د افغانستان اقتصاد وژغوري نو تر هر څه وړاندې دې ددغه هېواد کنګل شوې شتمني آزاده کړي او اقتصادي پرمختګ ته دې زمینه برابره کړي.

د دغه لوړپوړي ازبېک ديپلومات په خبره ازبکستان په افغانستان کې د اقتصادي ودې ملاتړی دی او تمه لري چې په خپل څنګ کې یو پرمختللی، پر ځان بسیا او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ولري.

هغه همدا راز ویلي د نړیوالې ټولنې تمه ده چې په افغانستان کې امنیت تامین شي او له دغه ځایه هېڅ هېواد او نړیوالې ټولنې ته کوم ګواښ جوړ نه شي.

Leave a reply