حامد کرزي ویلي چې، د جاپان او افغانستان ترمنځ اړیکې باید پیاوړې شي

0
82

حامد کرزي ویلي چې، د جاپان او افغانستان ترمنځ اړیکې باید پیاوړې شي

پخواني ولسمشر او جاپاني لوري ټینګار کړی چې باید ښوونځي بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي، دوی د زده کړو او کار حق ورکړل شي ځکه بشري حقونو ته درناوی د نړیوالې ټولنې مهمه غوښتنه ګڼل کېږي.

 

(2022 / 7 /  27   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

حامد کرزي د جاپان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي نن د خپل کار په دفتر کې د جاپان له سفیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

جاپاني لوري د وروستیو زلزلو او ورښتونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه د خپلې خواخوږۍ مراتب شریک کړي دي او د مرستې ډاډ یې ورکړی دی. په لیدنه کې دغه راز په هېواد کې په روان اقتصادي وضعیت او د نجونو پر زده کړو خبرې او بحثونه شوي دي.

پخواني ولسمشر او جاپاني لوري ټینګار کړی چې باید ښوونځي بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي، دوی د زده کړو او کار حق ورکړل شي ځکه بشري حقونو ته درناوی د نړیوالې ټولنې مهمه غوښتنه ګڼل کېږي.

Leave a reply