(WFP) ننګرهار کې لۀ ۹۰ زره کورنیو سره خوراکي مرسته کوي
(WFP) ننګرهار کې لۀ ۹۰ زره کورنیو سره خوراکي مرسته کوي
خبرپاڼه کاږي چې د ولايت سرپرست مرستيال مولوي امين الله د WFP موسسې له مسوولينو مننه وکړه او لارښوونه يې وکړه چې د بېوزلو کورنيو په پېژندلو کې د سيمې له مخورو، د ګذر له وکيلانو او ملا امامانو همکاري واخلي.
(2022 / 7 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ژمنه کړې چې په دغه ولايت کې له ۹۰ زره بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، په ختيځ کې د خوړو نړۍوال پروګرام مرستيال ډاکټر اجمل مومند د ننګرهار له مرستیال والي مولوي امينالله سره ليدلي دي.
ياد رياست وايي، په دې ليدنه کې ډاکټر اجمل مومند ويلي، په ننګرهار کې يې په لومړۍ دوره کې ۱۳۰ زره بېوزله وګړو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې شوې او په دويمه دوره کې به له يوې شفافې او بايومټريک پروسې وروسته له ۹۰ زره اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.
هغه زياته کړې چې له يادو کورنيو سره به هره مياشت ۳۸۰۰ افغانيو نغدي يا په همدې ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړي.
نوموړي دغه راز وویل، ډېر ژر به د اورښتونو له امله له زيانمن شوو کورنيو سره هم ورته مرستې ترسره کړي.