درې کسیزه بنچ جوړول،د سترې محکمې مشر مهم بیان مخې ته راغلې

0
85

باغی ټي وي رپورټ
په سپريم کورټ کې د ډپټي سپيکر رولنګ کېس اوريدنه روانه ده چې په مهال چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې فل کورټ جوړول په مقدمه کې د غير ضروري ځنډولو برابر دې.
بندیال ویل که فل کورټ جوړ شو نو تر ستمبر پورې به خبره ځنډول شوې وې.

د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې درې کسيزه ځانګړې بينچ د کېس اوريدنه کوي، جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر په بنچ کې برخه لري.
د اورېدنې په پېل کې عرفان قادر عدالت ته ووئيل چې زما موکل ته هدايات شوي چې د عدالتي کاروائۍ برخه وانه خيستل شي، په ټول ملک کې د عدالتي کارروائۍ نه بائيکاټ دی او هغه به د بشپړه محکمه فيصله په اړه به د نظرثانۍ درخواست جمع کوي.
په دې موقع فاروق نائیک عدالت ته د کاروائي د بائیکاټ کولو خبر هم ورکړو.

چيف جسټس فاروق نائيک ته وئيلي دي چې هغه په مقدمه کې اړخ نۀ لري چې له هغې وروستو عدالت دپروېز الهي وکيل علي ظفر راسټرم ته وروغوښت.

د اوريدنې په مهال جسټس عمر عطا بنديال وويل مونږ ته د فل کورټ جوړولو لپاره کوم قانوني جواز نۀ دى وړاندې شوى، په عدالت کې يواځې دلائل ورکړل شوي چې د پارټۍ د مشر په هداياتو عمل وکړو، مونږ فيصله وکړه چې په موجوده کېس کې د عدالت د جوړولو لپاره يو بشپړه محکمه ته اړتیا نشته، اصلي پوښتنه دا وه چې څوک کولی شي غړو ته لارښوونه وکړي، د اساسي قانون له لوستلو څخه څرګنده ده چې لارښوونې د پارلماني ګوند لخوا ورکول کیږي.

چيف جسټس وويل د دې پوښتنې په ځواب کې نور قانوني دليل ته اړتيا نشته، هغه به دا مقدمه ژر سرته ورسوي، د مکمل عدالت جوړول په مقدمه کې د غير ضروري ځنډولو برابر دې.

Leave a reply