کابل ښار کې؛ د کار په بدل کې د خوراکي توکو د وېش پروګرام پیل شو
کابل ښار کې؛ د کار په بدل کې د خوراکي توکو د وېش پروګرام پیل شو
سرچينې لیکلي، د کار په بدل کې د خوراکي توکو د کڅوړو د وېش پروګرام به درې میاشتې دوام ومومي او د دغه پروګرام له لارې به ډېر شمېر ښاریانو ته لنډمهالې بوختیاوې پیدا شي.
(2022 / 7 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل ښاروالۍ د خوړو نړۍوال سازمان په مرسته د کار په بدل کې د خوراکي توکو د وېش درې میاشتنی پروګرام پیل کړی چې ورسره به ډېرو ښاریانو ته لنډمهال کارونه پیدا شي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، هر کس ته د ۱۵ ورځو کار په بدل کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي او ۵،۵ کیلوګرامه لوبیا ورکول کېږي.
د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروګرام د خوړو نړۍوال سازمان له لوري د کار په بدل کې د دغه ښار له درېیمې او پنځمې ناحیې تېره ورځ پیل شوی دی.
سرچينې لیکلي، د کار په بدل کې د خوراکي توکو د کڅوړو د وېش پروګرام به درې میاشتې دوام ومومي او د دغه پروګرام له لارې به ډېر شمېر ښاریانو ته لنډمهالې بوختیاوې پیدا شي.