د کجکي بند د برېښنا تولید ۱۵۱ میګاواټه ته لوړ شوی دی 

0
152

د کجکي بند د برېښنا تولید ۱۵۱ میګاواټه ته لوړ شوی دی 

د راپور له مخې، د ۱۴۰۰ کال په مرغومي میاشت کې د هلمند ولایت د کجکي بند درېیو توربینونو ۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوله او د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا یې پر درېيو توربينونو کار روان و، څو په فعالېدو سره يې د برېښنا د تولید وړتیا ۱۵۰ میګاواټو ته لوړه شي.

 

(2022 / 7 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي، د کجکي بند د برېښنا د توليد کچه ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلې او دغه پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.

د راپور له مخې، د ۱۴۰۰ کال په مرغومي میاشت کې د هلمند ولایت د کجکي بند درېیو توربینونو ۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوله او د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا یې پر درېيو توربينونو کار روان و، څو په فعالېدو سره يې د برېښنا د تولید وړتیا ۱۵۰ میګاواټو ته لوړه شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له مرستیال براق انسال سره په کابل کې کتلي دي.

سرچینه زياتوي، د دغه شرکت د پلان پر بنسټ باید د کجکي بند د برېښنا توليد ۱۵۱ میګاواټو ته ورسېږي چې اوسمهال یې بشپړ کړی او ګټې اخيستنې ته چمتو دی.

Leave a reply