افغان او پاکستاني لوري پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي 

0
193

افغان او پاکستاني لوري پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي 

سرچینې ویلي چې په دې لیدنو کتنو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو او د سوداګرو او ټرانسپورټرانو پر ستونزو او اسنادو هم خبرې شوې دي.

 

(2022  / 7 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د سرپرست حکومت او سوداګرو یو ګډ پلاوی وزیرستان ته د سفر پر مهال له پاکستانیو چارواکو سره پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي.

په افغان پلاوي کې د خوست د سرحدونو او قبایلو چارو رییس مولوي کلیم الرحمن، د دفاع وزارت استازی مولوی اختر محمد او یو شمېر سوداګر شامل ؤ.

سرچینې زیاته کړې، پلاوي په وزیرستان کې له پاکستانیو چارواکو سره پر سوداګریزو اړیکو، روغتیایي اسانتیاوو، صادراتو او وارداتو خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې افغان پلاوي هلته د پاکستان له پوځي چارواکو سره هم  پر سرحدي ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

سرچینې ویلي چې په دې لیدنو کتنو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو او د سوداګرو او ټرانسپورټرانو پر ستونزو او اسنادو هم خبرې شوې دي.

Leave a reply