ا.ا د تاشکند غونډه کې ویلي چې نړۍوالو سره د دوه اړخیز تعامل لپاره چمتو یو   

0
150

ا.ا د تاشکند غونډه کې ویلي چې نړۍوالو سره د دوه اړخیز تعامل لپاره چمتو یو 

هغه په خپله وينا کې د ا.ا پر بهرني سياست هم رڼا واچوله او ويې ويل چې حکومت يې اقتصاد محوره بهرنی سياست لري او په پوره عزم سره غواړي چې افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي همکاريو مرکز شي. هغه ټينګار وکړ چې د سيمې او نړۍ امنيت د افغانستان له امنيت سره تړلی چې په وينا يې ټول لوري بايد د افغانستان د امنيت په ټينګښت کې همکاري وکړي.

 

(2022 / 7 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي د تاشکند کنفرانس ته په وينا کې پر امريکا غږ وکړ چې د افغانستان بانک ټولې شتمنۍ له قيد او شرط پرته ازادې کړي.

هغه وويل چې د افغانستان پر اقتصادي نظام د امريکا بنديزونو د فقر بنسټيز علت رامنځته کړی، د پانګونې د جذب مخه يې نېولې ده او د نظام هغه فعاليتونه يې ټکني کړي چې ګټه يې يوازې عام ولس ته رسېږي.

د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست په وينا چې ا.ا په تېرو يوولسو مياشتو کې امنيت ډاډمن کړی، د خلکو لپاره د بنسټيزو خدمتونو وړاندې کول يې روان ساتلي او په لومړي ځل يې خپله ملي بودجه له کورنيو عوايدو څخه چمتو کړې ده.

ده وويل چې د فساد کچه يې صفر کړې او په نظام کې يې هدفمند همه شموليت باوري کړی دی.

هغه په خپله وينا کې د ا.ا پر بهرني سياست هم رڼا واچوله او ويې ويل چې حکومت يې اقتصاد محوره بهرنی سياست لري او په پوره عزم سره غواړي چې افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي همکاريو مرکز شي. هغه ټينګار وکړ چې د سيمې او نړۍ امنيت د افغانستان له امنيت سره تړلی چې په وينا يې ټول لوري بايد د افغانستان د امنيت په ټينګښت کې همکاري وکړي.

ښاغلي متقي پر امريکا غږ وکړ چې د دوحې د هوکړه ليک پر بنسټ خپلې ژمنې پوره کړي، د افغانستان بانک شتمنۍ ازادې کړي او د اړيکو د عادي کولو لپاره پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لرې کړي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير افغانستان د پانګونې لپاره بې ساري فرصت وباله او ویې ويل چې دا فرصت د ملي حاکميت او مشروع ګټو پرته هيڅ حدود نه لري.

Leave a reply