د چیف جسټس بنچ ته فکسډ ویل، د شیخ رشید غبرګون مخې ته راغلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني وزیرداخله شیخ رشید د اتحادي ګوندونو له لوري د پاکستان په سپریم کورټ او د پاکستان د سترې محکمې په مشر د نیوکو کولو په اړه د هغه غبرګون مخې ته راغلې دې.
دکورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې دحکومتي ائتلاف دمشر جسټس بينچ ته فکسډ بينچ ويل ډير افسوسناک دى.
شيخ رشيد په ټوېټ پېغام کې وئيلي دي چې اوس مسلم ليګ(ن) هم دانتخاباتو څخه تيښته ده.
شیخ رشید وایی چې دا حکومت د اثاثې معيشت نور هم تباه کوي.
په عدلیې باندې د واکمن ایتلافی حکومت د نیوکو په اړه شیخ رشید وویل چې د چیف جسټس د فکسډ بنچ بلنه ډیره د افسوس خبره ده.
شيخ رشيد زياته كړه چې د 2 ووټونو پلمه كولو په وزيراعظم باندې بې اعتمادي نه راځي، د پوځ نه پس سپريم كورټ په نښه كېږي، اتحاديانو ته ووايئ چې د دوي د خوښې ججان كوم دي؟
دا خبره د یادونې ده چې پرون په رسنیو کښې داسې راپورونه خپاره شول چې د پي ډي ایم مشرانو په سپریم کورټ درې کسیزه بنچ جوړولو سختې نیوکې وکړې او غوښتنه ی وکړه چې د پاکستان سپریم کورټ بشپړه بنچ دې جوړ شي.
د مریم نواز، چې د پاکستان مسلم لیګ نه مرستیاله دې هغې هم نیوکې کړې وې چې مونږ ته دا معلومه وه چې انصاف به نه کیږي.






