د کورونا ناروغۍ څخه د ژغورنې په اړه د خیبر ضلعې چارواکو مهمه غونډه کړې

0
156

باغی ټي وي رپورټ
د ډپټي کمشنر ضلع خیبر شاه فهد په مشرۍ کښې د کورونا ويکسينيشن خصوصي کمپائن په اړه غونډه اوشوه چې پکښې د صحت محکمي ضلعي مشر ډاکټر ظفر علي خان، ايډيشنل اسسټنټ کمشنر جمرود انجنئير احسن طاهر او د صحت نورو چارواکو ګډون اوکړو۔
په غونډه کې په ټوله ضلع کښې د کرونا واکسین پر روان بهیر، په عامه ځایونو کې د کرونا ضد واکسین لګولو د ټیمونو د پوښښ، د ګاړو اډو، بازارونو، دولتي دفترونو، روغتونونو په دروازو کښې به د ټیمونو د ګمارنې په اړه هر اړخیز بحث وشو.
دا خبره د یادونې ده چې د د صوبايي حکومت د امر په رڼا کې د جولای له ۲۵مې د پیل شوي ۳۰ ورځني ځانګړي کمپاین په لړ کې په دولتي دفترونو، هسپتالونو، بازارونو او بس اډو کښې او کور په کور د کرونا واکسین کمپاین د چټکتیا لپاره اړوند ادارو خپلې چارې پیل کړي دي چې دا به تر ۳۰ ورځو پورې دوام وکړي.

Leave a reply