د پاکستان سترې محکمې د ایم کیو ایم غوښتنه رد کړې ده

0
196

باغی ټي وي رپورټ
سترې محکمې په سندهـ کې د بلدیاتی انتخاباتو د درولو لپاره د ایم کیو ایم غوښتنه رد کړه.

په سپريم کورټ کې د چيف جسټس په مشرۍ دوه کسيز بينچ په سندهه کې د بلدياتي انتخاباتو په اړه د ايم کيو ايم د درخواست اورېدنه وکړه.

د اوريدنې په مهال د ايم کيو ايم وکيل فروغ نسيم وويل وفاقي حکومت ته دې په دې اړه د ځواب وړاندې کولو امر وشي، په دې اړه چيف جسټس وويل وفاقي حکومت دې ځواب وړاندې کړي.
عدالت د سندهه حکومت نه په دې اړه ليکلي ځواب غوښتی چې په اړه يې ايډوکېټ جنرل د سنده حکومت ته د ليکلي ځواب وړاندې کولو لپاره د دوه اوونيو وخت ورکړی دی.

عدالت د سندهه حکومت ته د دوه هفتو مهلت ورکولو نه انکار کړی او امر کړی چې د اګست تر څلورمې خپل ځواب وړاندې کړي.

Leave a reply