تاشکند نن د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې کوربه توب کوي

تمه ده چې د ازبيکستان پلازمېنې تاشکند کې نن (سه شنبه، د زمري څلورمه) د افغانستان په اړه نړيواله غونډه رسماً ترسره شي.

تمه وه چې دغه ناسته پرون (دوشنبه) ترسره شوې وای، خو د يو شمېر نامالومو دلايلو له مخې وځنډول شوه او د ازبيکستاني چارواکو په وينا نن به ترسره شي.

ياد نړيوال کنفرانس ته د ا.ا.ا چارواکي هم بلل شوي او تمه ده چې د شلو هېوادونو استازي پکې ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې د امريکا، پاکستان، انګلستان، ايران، اروپايي ټولنې، ترکيې، چين او يو شمېر نورو هېوادونو استازي به دغه ناسته کې ګډون وکړي.

ازبيکستاني چاوراکو ويلي چې د دې ناستې موخه د نړيوالې ټولنې د شرایطو پوره کولو لپاره د افغانستان له نويو چارواکو سره د اغېزناکو خبرو پيلول دي.

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی وار له مخه دغه هېواد ته رسېدلی دی.

د ا.ا.ا چارواکو په وينا، د بهرنيو چارو وزير له غونډې څخه وړاندې د ازبيکستان له يو شمېر چارواکو سره ليدلي دي.

دا چې د دې ناستې پایلې به څه وي او ګډونوال به کومو مشورو او تصميمونو ته په کې ورسېږي، دا هغه څه دي چې وخت به يې ځواب کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载