د پاکستان فوځ سرلښکر په مشرۍ کښې مهمه غونډه شوې
باغی ټي وي رپورټ
دپوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه په مشرۍ کې دپاکستان دپوځ دکور کمانډرانو کانفرنس ترسره شو چې پکې دملک په امنيتي صورتحال په ځانگړې توگه دپولې اؤ داخله امنيتي وضعيت جاج اخستل شوى.
د آئي ايس پي آر له مخې آرمي چيف د پاك پوځ د افسرانو او اهلكارو سترو قربانيو ته خراج تحسين وكړو۔
د دې نه علاوه د پوځ سرلښكر د اولس او سرحدونو د تحفظ لپاره د سرتېرو قربانۍ ته هم خراج تحسين وكړو۔د پوځ سرلښکر د سختو بارانونو او سېلاب حالاتو کې د پاکستان پوځ د امدادي عملياتو ستاينه وکړه.
د آئي ايس پي آر له مخې د کور کمانډرانو کانفرنس کښې د سول انتظاميې سره په ګډه مرسته د ژغورنې او بيا بحالۍ کاروائي جاري ساتلو لپاره د عزم څرګند کړو۔