ماته معلومه وه چې انصاف به ور نه کړې شي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرکزي مرستيالې مريم نواز د سترې محکمې پر پرېکړې غبرګون وښود او ويې ويل، زه ډاډه وم چې بشپړ عدالت به نه جوړېږي او انصاف به نه ورکول کېږي.
د سترې محکمې تر پرېکړې وروسته مريم نواز په خپل ټويټ کې ويلي، کله چې پرېکړې له اساسي قانون، قانون او عدالت سره سمې نه وي، نو د بشپړې محکمې له ګواښ سره مخ کېږي، ځکه چې د صادقو قاضيانو په ګډون د پرېکړې نيمګړتياوې مخې ته راځي او خلک پوهېږي، چې پرېکړه د اساسي قانون نه ده. او قانون خو د شخصي خوښې پر بنسټ ترسره شوی دی.
وس چې څه هم وکړي نو خلک پوهیږي.
مريم زياته کړه، چې زما یقین وو چې پوره محکمه به نه چوړیږي او انصاف به نه کېږي او دا هغه څه دي، چې غوښتل مې چې ولس ته ی ووايم.
جب فیصلے آئین،قانون اور انصاف کے مطابق نا ہوں تو فُل کورٹ سے خطرہ رہتا ہے۔کیونکہ ایماندار ججز کے شامل ہونے سے فیصلے کی خامیاں منظرِ عام پر آ جاتی ہیں اور لوگ جان جاتے ہیں کہ فیصلہ آئین و قانون نہیں، ذاتی پسند و ناپسند کی بنیاد پر کیا گیا ہے۔
مگر اب کچھ بھی کر لیں،لوگ تو جان گئے!— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) July 25, 2022